د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وایي، وسلوالو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په راغستان او خاش ولسوالیو باندې ډله ییز بریدونه کړي دي چې د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.
د نوموړي په خبره افغان ځواکون په ځوابیه بریدونو کې تر ۱۵ ډېرو وسوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دی زیاتوي د افغان ځواکونو د ځمکني او هوایي عملیاتو په پایله کې د بدخشان خاش ولسوالۍ څو کلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

