د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري کلید ته وویل، چې د افغان دولت مرکچي پلاوی له یوې پیاوړې ارادې، پوره ژمنتیا او بشپړ چمتوالي سره دوحې ته ورګرځي، ترڅو وکولای شي د مذاکراتو په ټپه ولاړ بهیر له سره پیل کړي او له یادو مذاکراتو څخه یوه ځانګړې پایله ترلاسه کړي.
د نوموړې په وینا ټاکل شوې د مرکچي پلاوي ځینې غړي سبا دوحې ته ولاړشي.
د یادونې وړ ده چې په نېږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه وشي.
که څه هم دې غونډې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي، خو طالبانو په یاده ناسته کې د ګډون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

