د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه د کندز اړوند قوش تپې کلي کې عملیات کړي چې په ترڅ کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او اته تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره د عملیاتو په پایله کې افغان کمانډو ځواکونو څلور تنه ملکي وګړي هم د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان کمانډو ځواکونو د تېرې چهارشنبې ورځ په بغلان ولایت کې هم د وسلوالو طالبانو یو زندان مات کړی و او ۶۲تنه بندیان یې آزاد کړي وو.
دا په روانه میاشت کې دوسلوالو طالبانو څلورم زندان دی، چې د افغان ځواکونو لخوا ماتېږي، خو وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


