له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررییس غني د منابعو مدیریت، راتلونکو اقداماتو، د همغږۍ زیاتوالي او د محدودیتونو تشخیص لپاره د عامې روغتیا وزارت د راپور ارزونې پر مهال وویل، حکومت د دریمې څپې مهارولو لپاره بشپړ تیاری لري او بین المللي روغتیایي بنسټونه دې د موثرې همکارۍ په هدف له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.
خبرپاڼه زیاتوي جمهورییس د روغتیا وزارت مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د درملو او طبي تجهیزاتو کموالي په اړه به د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ته بېړنۍ رسېدګي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۷۱زره څخه اوښتی او له دې وبا څخه تر دا مهاله ۲۹۴۴کسانو ژوند بایللی دی.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


