ads

کاپیسا کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي په کاپیسا ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۱۱ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
9 غبرګولی 1400
کاپیسا کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش کلید ته وویل، تېره ورځ مازیګر ناوخته د تګاب ولسوالۍ اړوند انار جوی کلي کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې.

د نوموړي په خبره د نښتې په جریان کې د وسلوالو طالبانو د هاوان یوه مرمۍ پر یوه کور لګېدلې ده چې د ماشومانو په ګډون پکې اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي مرمۍ پر هغه کور لګېدلې چې پکې د واده مراسم روان و.

وسلوالو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA