د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي دي چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي سره یې ناسته کړې او په هېواد کې وروستیو پرمختګونو او راتلونګو ګامونو په تړاو ورسره غږېدلی دی.
نوموړي ویلي افغان حکومت سولې ته ژمن دی او ډېر ژر به مرکچي پلاوی دوحې ته وګزځي.
ډاکټر عبدالله همدارنګه تمه ښودلې چې یو ځل بیا به د افغان سولې لپاره خبرې پیل شي.
ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه وشي.
که څه هم دې غونډې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي، خو طالبانو په یاده ناسته کې د ګډون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

