ads

په ننګرهار کې ۳۰ تنه د سیند له اوبو وژغورل شول

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د ۳۰ تنو ژوند وژغورل شو.

نویسنده: shams
9 غبرګولی 1400
په ننګرهار کې ۳۰ تنه د سیند له اوبو وژغورل شول

د ننګرهار  مومندرې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې ولسي خلکو او ځايي جاله ‌وانانو نن سهار هغه ۳۰ کسان ژغورلي، چې کښتۍ یې په سیند کې ډوبه شوې وه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، دمومندرې ولسوالۍ بېلې سیمه کې نن سهار ۹ بجې یوه وړه کښتۍ چې په کې د اته میرمنو او دولس ماشومانو په ګډون دیرش تنه سپاره وو، په اوبو کې ډوبه شوې وه چې هم مهاله د ولسي خلکو، نورو کښتۍ لرونکو او جالاوانانو له لورې ټول له اوبو څخه ویستل شوي او ژوندي ژغورل شوي دي.

د مومندرې ولسوالۍ د بیلې سیمې اوسیدونکي د پل د نشتون له امله ډیر کله د کونړ پر سیند د تیریدو پرمهال له کښتۍ ګټه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA