له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررییس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل، د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا د علم او پوهې او د هیواد د پرمختګ پر وړاندې خپل ضدیت په ډاګه کړ.
خبرپاڼه د جمهوررییس له قوله زیاتوي، تروریستان د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره نشي کولای د راتلونکي نسل د روزنې لپاره د استادانو، پوهانو، عزم او اراده کمزورې کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ مازیګر شاوخوا څلور بجې د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د البیروني پوهنتون د استادانو پر کاستر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې د البیروني پوهنتون درې استادانو او یو تن ځایي اوسېدونکي ژوند وبایله او ۱۳ تنه نور ټپیان شول
په ورته مهال مخکېني جمهوررییس حامد کرزي هم پروان ولایت کې د پوهنتون استادانو پر موټر پرونۍ چاودنه غندلې او دغه کړنه یې بشر ضد جنایت بللی ده.
تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی؛ خو وسلوالو طالبانو یاده پېښه غندلې او خپل لاس لرل یې پکې رد کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

