ads

په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه رخصت شول

د افغانستان روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې تازه پرېکړه کړې ده.

محمدخان بریال
8 غبرګولی 1400
په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه رخصت شول

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کورونا ویروس له درېیمې څپې سره د مبارزې په هدف حکومت تصمیم نیولی چې په ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه د ۱۵ ورځو لپاره روخصت اعلان کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د جوزا میاشتې له اتمې بیا تر ۱۵ ورځو په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشېر، بلخ، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمرزو ولایتونو کې خصوصي او دولتي پوهنتونونه، ښوونځي او ټول ښوونیز مرکزونه رخصت اعلان شول.
روغتیا وزارت یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتنه کړې چې روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي او په کار ځایونو کې د ماسک اچولو او لاسونو مینځلو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې تر ۷۰ زره ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او نېږدې درې زره نور دې ناروغۍ مړه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA