دا زده کوونکی د احمدشاه بابا ښوونځي په یولسم ټولګي کې و او په ۱۳۳ ورځو محرم شوی و، چې د ښوونځي د ادارې له لوري یې د ناروغۍ تصدیق نه و منل شوی.
د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي کلید ته د هغه محرمي منلې، خو د ځان وژنې اصلي لامل یې نه دی په ډاګه کړی.
د کندهار د پوهنې ریاست په دې وروستیو کې هغه زده کوونکي محرم کړي چې درسونو ته نه حاضرېدل.


