ads

په کابل کې یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیس پر دې توانېدلي چې په کابل کې د سبحان په نوم یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغوري.

محمدخان بریال
8 غبرګولی 1400
په کابل کې یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

دا ماشوم پنځه ورځې وړاندې انسان تښوونکو د کابل په خیرخانې سیمه کې تښتولی و.
له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، تښوونکو د ماشوم له کورنۍ څخه د هغه د خوشي کېدو په بدل کې د پنځه لکه ډالرو غوښتنه کوله او ګواښ یې کړی و چې د نه ورکړې په صورت کې به ماشوم ووژني.
که څه هم تښتوونکي تر اوسه نه دي نیول شوي، خو امنیتي بنسټونه وایي، دا کسان پېژندل شوي او د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.
د یادولو وړ ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنایي جرمونه ډېر شوي او هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي ادارو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA