ads

په هرات کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

په هرات کې د پولیسو په حوزه کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شوي دي.

محمدخان بریال
8 غبرګولی 1400
په هرات کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

د هرات پولیس وایي، تېره ورځ د ګنج په سیمه کې پر پولیسو چاودنه وشوه.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په دې پېښه کې امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.
بلخوا، د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي کلید ته وویل، له دې پېښې څخه دوه تنه ټپیان دوی ته ور وړل شوي دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې ډېرې شوې دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA