ads

په غزني کې نهه وسله وال مخالفین نیول شوي

د غزني سیمه‌ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترهګریزو کړنو په تور د نهه تنو د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
8 غبرګولی 1400
په غزني کې نهه وسله وال مخالفین نیول شوي

د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، نیولو شوو کسانو په وسله والو او ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.
هغه زیاتوي، دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د لا ډېرو څېړنو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته وپېژندل شي.
بلخوا، جمعه زاده دا هم وایي چې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور لس تنه نیول شوي دي.
هغه زیاتوي، نیول شوو کسانو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود.
تر دې مخکې هم په غزني ولایت کې ګڼ شمېر کسان د جنایي او ترهګریزو کړنو په تړاو نیول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA