محب: طالبان سوله نه غواړي، ځکه خبرې په ټپې ولاړې دې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې د ترکیې په غونډه کې برخه واخلي، خو په وینا یې، طالبان بیا هم په دې غونډه کې ګډون ته چمتو نه دي او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه کوي.