ads

محب: طالبان سوله نه غواړي، ځکه خبرې په ټپې ولاړې دې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې د ترکیې په غونډه کې برخه واخلي، خو په وینا یې، طالبان بیا هم په دې غونډه کې ګډون ته چمتو نه دي او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه کوي.

محمدخان بریال
8 غبرګولی 1400
محب: طالبان سوله نه غواړي، ځکه خبرې په ټپې ولاړې دې

دی زیاتوي، د سولې خبرې ځکه اوسمهال په ټپه ولاړې دي چې طالبان په هېواد کې سوله نه غواړي.
نوموړي یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو لاره غوره کړي.
محب په ورته وخت کې د پاکستان له لوري له ده سره د اړیکو پرېکېدو په تړاو وویل، که اسلام اباد له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی وي، نو باید له افغان وژنې او افغانستان ورانولو څخه لاس واخلي.
د یادولو وړ ده چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه وشي.
که څه هم دې غونډې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي، خو طالبانو په یاده ناسته کې د ګډون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA