خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې د سولې لپاره د ملي او سیاسي اجماع پر پیاوړتیا او ورته نورو مسایلو بحث وشو.
جمهور رییس غني د سولې لپاره د هغه او نورو مشرانو مشورې غوره بللې او د سولې د راتلونکو اقدامونو په تړاو یې خبرې کړې دي.
دا کتنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو د مرکچي پلاوو تر منځ رسمي کتنه نه ده شوې.
په ورته وخت کې ټاکل شوې چې په راتلونکي کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته وشي.
که څه هم دې ناستې ته حکومتي مشران او طالبان بلل شوي، خو دې ډلې د استانبول په ناسته کې د ګډون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.


