ads

باجوه او انګېلا ایګلر پر افغان سوله غږېدلي

د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په اسلام اباد کې د امریکا سرپرست سفیرې انګېلا ایګلر تېره ورځ د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز قمرجاوېد باجوه سره لیدلي دي.

محمدخان بریال
8 غبرګولی 1400
باجوه او انګېلا ایګلر پر افغان سوله غږېدلي

د دوی تر منځ په ترسره شوې کتنه کې د افغانستان د سولې پر مسله، د امریکایي سرتېرو د وتلو پر بهیر، سیمه‌ییز امنیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.
بلخوا، د امریکا جمهور رییس جوبایډن ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې د القاعده ډلې بیا فعالېدل د دوی تر څار لاندې دي.
دی ټینګار کوي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي.
خو په ورته وخت کې یې د راتلونګو ګواښونو د مخنیوي لپاره د تجهیزاتو چمتو کېدو خبر ورکړ.
امریکایي چارواکي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA