ads

په کابل کې د مهماتو یو پټنځای ونیول شو

د کابل امنیتي چارواکي وایي، ګډ امنیتي ځواکونه پر دې توانېدلي چې د وسلو یو پټنځای کشف او ونیسي.

محمدخان بریال
7 غبرګولی 1400
په کابل کې د مهماتو یو پټنځای ونیول شو
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون څلور بجې او ۳۰ دقیقې ګډو امنیتي ځواکونو د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د ۸۲ ملي متري توپ ۱۵ مرمۍ ونیول شوې.
هغه زیاتوي، دا مهمات په تیږو کې پټ شوي وو او وسله والو هوډ درلود چې ماینونه ترې جوړ کړي او په لارو کې یې ځای پر ځای کړي.
د ده په وینا، د هغوی دغه پلان هدف ته تر رسېدو وړاندې د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو.
نه یوازې په کابل، بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼو ترهګریزو بریدونو او پېښو مخه نیول شوې ده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA