د دې قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي د جمعې په ورځ کلید ته وویل، پرون مازدیګر شپږ بجې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چانجیر سیمه کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې ده.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې درې طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
خو بلخوا، د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان بیا کلید ته وویل، پرون ماخستن ۱۲ بجې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چانجیر سیمه کې د ملي اردو پر پوستې موټر بم برید شوی، چې یو سرتېری پکې وژل شوی دی.
هغه زیاتوي، تر چاودنې وروسته طالبانو غوښتل پر دې پوستې برید وکړي، خو په وینا یې، د افغان سرتېرو په متقابلو بریدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


