د دغه ولایت د والي ویاند واحد الله جمعه زاده وایي، دا کسان د دوو ورځو په جریان کې د غزني په لومړۍ او درېیمه ناحیه کې نیول شوي دي.
د هغه په خبره، له نیول شوو کسانو څخه ۴۰ ګرامه شیشه، ۲۰ ګرامه هېروین، ۸۰ ګرامه تاریاک او ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې هم نیول شوي دي.
دی زیاتوي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څـېړنو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نشهیي توکو د پلور په تور ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.
هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.


