له دغه وزارت څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۳ کړۍ خښ شوي ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت په خبره، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په خوست، ننګرهار، عزني، لوګر، میدان وردک، زابل، کندهار، ارزګان، هرات، بادغېس، بلخ، جوزجان، تخار، هلمند، بغلان، بدخشان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دفاع وزارت د یادې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو د هېواد په ځینو برخو کې یې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده


