ads

محقق: طالبان سولې ته هېڅ لېوال نه دي

په امنیتي چارو کې د جمهور رییس سلاکار محمد محقیق د هېواد پر روان امنیتي حالت اندېښنه څرګندوي او هیله‌مند دی چې افغانستان بیا ځلي د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

محمدخان بریال
7 غبرګولی 1400
محقق: طالبان سولې ته هېڅ لېوال نه دي

نوموړي د جمعې په ورځ د جنرال محمد داوود داوود د تلین په مراسمو کې دا څرګندونې وکړې.
هغه څرګنده کړه چې حکومت جګړې او سولې دواړو ته چمتوالی لري، خو زیاتوي چې طالبان سولې ته لېوال نه دي او د جګړې لپاره یې چمتوالی نیولی دی.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدرباني وایي، اوسمهال افغانستان تر بل هر وخت یووالي ته اړتیا لري، خو نیوکه کوي چې د اوسنیو چارواکو ټول تمرکز د سیاسي ډلو، قومونو او خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ پر رامنځته کېدو دی.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د ناسمو سیاستونو له امله منزوی شوی دی.
افغان سیاستوال پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لاهم د افغانستان د سولې برخلیک نامعلوم دی او په ورته وخت کې په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې طالبانو حکومت ملامت کړی چې د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA