د مصر ستر مفتي د افغانستان جګړه ناروا وبلله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نړۍ د مذهبي مرکزونو او علماوو له خوا د افغانستان د جګړې ناروا بللو پر دوام دا ځل د مصر ستر مفتي دکتور شوقي ابراهیم د قرانکریم ایاتونو او د حدیثونو په رڼا کې په افغانستان کې روانه وینه تویېدنه او وژنې نا روا بللې دي.