ads

د مصر ستر مفتي د افغانستان جګړه ناروا وبلله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نړۍ د مذهبي مرکزونو او علماوو له خوا د افغانستان د جګړې ناروا بللو پر دوام دا ځل د مصر ستر مفتي دکتور شوقي ابراهیم د قرانکریم ایاتونو او د حدیثونو په رڼا کې په افغانستان کې روانه وینه تویېدنه او وژنې نا روا بللې دي.

محمدخان بریال
7 غبرګولی 1400
د مصر ستر مفتي د افغانستان جګړه ناروا وبلله
نوموړي د خلکو پر شتمنیو بریدونه ستر ګناه یاده کړې او د داسې ګناه ترسره کوونکي یې په دې نړۍ او اخرت کې د سخت عذاب مستحق یاد کړي دي.
هغه د قرانکریم له ایاتونو څخه په استناد د یو انسان وژنه د ټول بشریت له وژنې سره مساوي بللې ده.
بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د روانې جګړې ناروا بللو په تړاو د نړۍ د علماوو له دا ډول څرګندونو کلک ملاتړ اعلان کړی دی.
تر دې وړاندې هم د ګڼو هېوادونو علماوو او مذهبي ډلو د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA