هغه زیاته کړه، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.
جمهور رییس وویل، جمهوریت یوه لویه دایره ده، خو طالبان یوه وړه کړۍ، طالبان افغانان وژني، خو په وینایې، حکومت طالبان په غېږ کې نیسي او د دغه هېواد منلو ته یې هڅوي.
نوموړي یو ځل بیا د افغانانو تر منځ د یووالي پر ساتلو او د ملت له لوري د ځایناستې پر غوره کولو ټینګار وکړ.
ده همدارنګه په ۳۰ ولایتونو کې والیانو ته امر وکړ چې د ځوان نسل د روزنې او د هيواد د پرمختګ په هدف د مسلکي تعلیماتو او لوړو زدهکړو پروژې پرانیزي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه وشي.
که څه هم دې غونډې ته طالبان او حکومتي مشران بلل شوي، خو طالبانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړي دي.


