که څه هم امریکا ویلي چې د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې دا لړۍ به د جون تر میاشتې بشپړه شي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې اوسمهال دا بهیر له ۱۶ بیا تر ۲۵ فیصده بشپړ شوی دی.
د امریکا دفاع وزیر په دې اړه کانګرېس ته ډېر جزیات ورنه کړل.
ټاکل شوې چې د امریکا او ناټو د نوې پرېکړې له مخې، د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.
خو د پوځي او سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دي چې د بهرنیو سرتېرو وتل به په هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل شي.


