ads

کورنیو چارو وزارت: ۲۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د کورنيو چارو وزارت وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل، بغلان، تخار، بلخ، غزني، فراه، خوست او هلمند ولایتونو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

شمس الرحمن شمس
6 غبرګولی 1400
کورنیو چارو وزارت: ۲۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې شپږ تنه، بغلان کې دوه تنه، تخار کې دوه تنه، بلخ کې درې تنه، غزني کې درې تنه، فراه کې یو کس، خوست کې یو کس او هلمند کې هم دوه تنه نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، ښيښه، تریاک، چرس، الکولي څښاک، کا تابلېت، تخمر شوي ممیز او ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې ترلاسه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA