ads

په ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د کامې ولسوالۍ پر ولسوال ماین چاودنه شوې.

جان اغا صالح
6 غبرګولی 1400
په ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان کلید ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا سیمه کې د کامې ولسوال شریفه الله فضلي پر موټر شوې چې له امله یې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

هغه وایې، چاودنه د سرک غاړې ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

تراوسه دیادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA