ads

د ودونو هوټلونو ته د کابل ښاروالۍ خبرداری

د کابل ښاروالۍ د کورونا ویروس څخه د مخنیوي په هدف د ودونو هوټلونو مالکانو ته خبر ورکړی چې تر راتلونکې یوې اوونۍ د ودونو د محفلونو د نیولو حق نه لري.

شمس الرحمن شمس
6 غبرګولی 1400
د ودونو هوټلونو ته د کابل ښاروالۍ خبرداری

د کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د کرونا وبا له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه، د ودونو هوټل چې د یادې وبا د خپریدو عمده لامل شمیرل کیږي،تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د ودونو د محلفونو د ریزرف حق نه لري.

له دې کبله د ودونو د هوټلونو ټولو مالکانو ته خبر ورکول کیږي، څو محفلونه تر راتلونکې یوې اونۍ د ودونو محفلونه ونه نیسي.

د کابل ښاروالۍ د ودونو هوټلونو مالکانو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې د روغتیا وزارت خبر ورکړ چې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی او په هېواد کې کورونا وبا اوج ته نږدې شوې ده.

دوی خبرداری ورکړی چې د کابینې د دویم امر پورې به د ودونو د هوټلونو فعالیت بند وي.

د کابل ښاروالۍ په خپله خبرپاڼه کې همدارنګه له هېوادوالو غوښتي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي او ماسک وکاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA