د نوموړي په وینا، افغان حکومت حاضر دی چې سبا اوربند اعلان کړي او له طالبانو سره د جګړې د ډګر پر ځای د جرګي ډګر ته ورشي او خبرې ورسره وکړي.
لومړی مرستیال امرالله صالح داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، چې یادې ډلې تر دې وړاندې د اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي دي تر هغې چې د سولې خبرو کې پرمختګ نه وي شوی؛ نو اوربند نه کوي.
په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې ورځ د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف خوست ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له ملکي، نظامي او امنیتي مسولینو سره له نږدې ولیدل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

