حمدالله محب د سپینې ماڼۍ له امنیتي سلاکار سلیوان سره غږېدلی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل امریکایي سیال جک سلیوان سره د ټلیفون له لارې، د تروریزم د مخنیوي او امنیت په برخه کې د همکاریو پر دوام بحث او خبرې کړي دي.