د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ دوام لري او افغان ځواکونه اوس په ټول هېواد کې د امنیت د تامین مسوولیت پر غاړه لري، چې ورسره هممهاله تاوتریخوالی هم تر بل هر وخت زیات شوی.
که څه هم له افغانستان بهرني ځواکونو وځي؛ خو د امریکا او ناټو چارواکو بار بار ویلي، چې افغانستان یوازې نه پرېږدي او د تېر په څېر به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

