د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د وسلهوالو غلاوو د ” وسایطو او موبایل غلا” د غیر قانوني وسلې لېږد، د موټر غلا او د خلکو د ځورونې قضیو په تړاو په لومړۍ، درېیمې، څلورمې، اتمې، لسمې او اتلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره له دغو کسانو درې میله وسله او یو غلا شوی موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلی.
که څه هم د کابل ښار پولیس د جنایي جرمونو په تړاو وخت نا وخت د یو شمېر اشخاصو د نیولو خبر ورکوي، خو د دې ښار اوسېدونکي بیا هم پولیس په دې برخه کې پاتې بولي او روان وضعیت ته اندېښمن دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

