د والي ویاند نیک محمد نظري کلید ته وویل، افغان ځواکونو د وضعیت د کابو کولو لپاره په یفتل ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي دي، خو عملیات د ملکی وګړو د خوندیتوب په هدف سوکه روان دي.
د نوموړي په خبره په دغه عملیات کې تر اوسه اته تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵تنه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې د جګړې په ترڅ کې دوه تنه ولسي پاڅون کوونکي هم وژل شوي او یو تن بل یې ټپي شوی دی.
نظري وایي، وسلهوالو طالبانو په دې وروستیو کې د بدخشان پر یفتل ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ کابو ۵۰۰ کورنیو خپل کورونه پرېښي دي او د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي.
دی زیاتوي، افغان ځواکونو له دغو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې دي او ډاډ یې ورکړی چې ډېر ژر به یاده ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

