د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو پُل په بمونو الوزول شوی

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، چې  وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار سره رود ولسوالۍ باولۍ سیمه کې یو پُل په بمونو الوزولی چې له امله یې د سره رود، حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو اوسېدونکو ته یې د تګ راتګ پر مهال ترافیکي ستونزې رامنځته کړي.