ads

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو پُل په بمونو الوزول شوی

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، چې  وسله والو طالبانو تېره شپه د ننګرهار سره رود ولسوالۍ باولۍ سیمه کې یو پُل په بمونو الوزولی چې له امله یې د سره رود، حصارک، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو اوسېدونکو ته یې د تګ راتګ پر مهال ترافیکي ستونزې رامنځته کړي.

ایمل عزیزي
5 غبرګولی 1400
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو پُل په بمونو الوزول شوی

د نوموړي په خبره د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره د پول د ترمیم چارې پیل کړي، ترڅو ولس ته د تګ راتګ سهولت برابر شي.

که څه هم ولایتي چارواکي دا وسله والو طالبانو کاربولي خودې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA