د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې پنځه تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده وایي، افغان هوایي ځواک تېره ورځ د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې پر وسلوالو طالبانو هوایي برید وکړ، چې په پایله کې د یادې ډلې پنځه تنه جنګیالي ووژل شول.