ads

دفاع وزارت: د طالبانو له زندان څخه د ۳۶ پوځیانو په ګډون ۶۲تنه ازاد شول

د فاع وزارت په بغلان ولایت کې د وسلوالو طالبانو د یوه زندان د ماتېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
5 غبرګولی 1400
دفاع وزارت: د طالبانو له زندان څخه د ۳۶ پوځیانو په ګډون ۶۲تنه ازاد شول

د دغه وزارت ویاند فواد امان کلید ته وویل، چې تېره شپه د کومانډو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند «نوروزک» کلي کې عملیات کړي دي چې په پایله کې یې د وسلوالو طالبانو له یوه زندان څخه د ۳۶ پوځیانو په ګډون، ۶۲ تنه ازاډ کړي دي.

د نوموړي په خبره طالبانو د زندان بندیان شکنجه کړي دي چې اوس یې رواني وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دی زیاتوي د  عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو د زندان څلور ساتونکي هم وژل شوي او زندان په  زیاته اندازه چاودېدونکو توکو سره یوځای له منځه وړل شوی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA