له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې جمهوررییس محمد اشرف غني پرون غرمه له هند څخه راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو سره په لیدنه کې دا خبرې کړې دي .
جمهور رییس غنې د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار کې د بابانانک چینې تړون دې منځمهاله او پر بیارغاونې دې پانګونه وشي، د ګردېز زاړه ښارګوردواره دې خوندي او د بیارغاونې پروژو کې شامله شي.
جمهوررییس همدارنګه عدلیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ګډه دې د افغان هندوانو او سیکانو ټول عامه ځایونه تشخیص او له غصب او خرڅلاو څخه خوندي شي.
خبرپاڼه زیاتوي، جمهوررییس د پوهنې وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په ننګرهار او کابل کې د افغان هندوانو او سیکانو د ښوونځیو ستونزه دې په دوه اونیو کې حل او ژر تر ژره دې بېرته پرانیزي او لوړو زده کړو وزارت دې د تېر په څېر د دوی د نومرو د اوسط سنجش ته پام وکړي.
جمهوررییس په پای کې زیاته کړه، د علومو اکاډمي دې کوشاني څېړنیز مرکز کې د افغان هندوانو او سیکانو څېړنیز مرکز هم ورزیات کړي او په تقویم کې دې یوه ورځ د افغان هندوانو او سیکانو د فرهنګي ورځې په نوم درج شي.
د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د هندوانو او سکانو ۴۰ کورنۍ چې هندوستان ته کډه شوې وې، بېرته افغانستان ته راغلې چې پرون یې ارګ کې له جمهوررییس غني سره ولیدل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


