ads

په هرات کې ۴۱ تنه د طالبانو له بنده ازاد شول

دفاع وزارت وایي، افغان کومانډو سرتېري پر دې توانېدلي چې د طالبانو له زندان څخه ۴۱ تنه ازاد کړي.

محمدخان بریال
4 غبرګولی 1400
په هرات کې ۴۱ تنه د طالبانو له بنده ازاد شول

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دا کسان د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو له بنده خوشي شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په خوشي شوو کسانو کې ۱۹ افغان سرتېري او پاتې ملکي وګړي دي.
په دغو عملیاتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ په بغلان ولایت کې هم د طالبانو له زندان څخه اته تنه افغان سرتېري ازاد شوي وو.
خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA