د دې ادارې ویاند جمشید رسولي د سه شنبې په ورځ په همدې تړاو خبري کنفرانس ته وویل، د روان مالي کال په لومړي ربعه کې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضیې ثبت شوې، چې له ډلې یې ۱۲۷۶ عادي او ۷۷ نورې داسې قضیې دي چې له درنو جرمونو سره د مبارزې په څارنوالۍ کې ثبت شوې دي.
دی زیاتوي، د همدغو قضیو په تړاو ۱۴۲۴ تنه د مظنون، تورن، محکوم او مجرم په توګه پېژندل شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي، چې ۳۲۳ تنه یې په حبس محکوم شوي دي.
د رسولي په وینا، له اداري فساد سره د لویې څارنوالۍ مبارزه دوام لري او د یادو قضیو په تور تر اوسه ګڼ شمېر کسان نیول شوي، ځینې ممنوالخروج اعلان شوي او یو شمېر نور اوس هم د څارنوالۍ تر تعقیب لاندې دي.
په ثبت شوو قضیو کې د بډو اخیستل، له وظیفوي صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستل، د اسنادو غلا، د عدالت د پلي کېدو مخنیوی او ورته نورې قضیې شاملې دي.
که څه هم لویه څارنوالي د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي، خو لاهم اداري فساد ورځ تر بلې په هېواد کې د پراخېدو په حال کې دی.


