ads

په ابو نصر فراهي بندر کې اورلګېدنه مهار شوه

د فراه ولایت امنیتي چارواکي په ابونصر فراهی بندر کې د اورلګېدنې مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
4 غبرګولی 1400
په ابو نصر فراهي بندر کې اورلګېدنه مهار شوه

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فاروق حضرتي د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا اورلګېدنه نن سهار نهه بجې د تېلو په یو ټانکر کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، اوسمهال اورلګېدنه مهار شوې او ذخیرو ته د اور د خورېدو مخه نیول شوې ده.
د فاروقي په وینا، په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی او یوازې د تېلو دوه ټانکر پکې سوزېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په یاد بندر کې اورلګېدنې خلکو ته درانه زیانونه واړول.
د دغه ولایت اوسېدونکي په یاد ګمرک کې د زېربناوو نشت د ورته پېښو رامنځته کېدو لامل بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA