ads

عبدالمقیم راسخ د فاریاب د چارو سرپرست وټاکل شو

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره خبر ورکوي چې د فاریاب ولایت لپاره نوی سرپرست والي وټاکل شو.

محمدخان بریال
4 غبرګولی 1400
عبدالمقیم راسخ د فاریاب د چارو سرپرست وټاکل شو

له دې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د فاریاب ولایت د ولسونو په غوښتنه او د ستونزو د حل په هدف د فاریاب ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالمقیم راسخ د فاریاب ولایت د نوي سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی و.
د فاریاب د والي په توګه د هغه له ټاکل کېدو سره په دغه ولایت کې تر پرون پورې لاریونونو دوام درلود او د والي د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.
لاریون کوونکو حکومت ته وړاندیز کړی و، څو د فاریاب لپاره داسې والي وټاکي چې د خلکو له ملاتړه برخمن وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA