په هرات کې یوه مدني فعاله فرشته یعقوبي وایي، عالمان کولی شي چې د مېرمنو له ملاتړو بنسټونو سره یوځای د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي.
بلخوا، د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد نثار احمد فایز هم وایي، عالمان تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي چې د مېرمنو د حقوقو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
دی زیاتوي چې اوس هم یو شمېر عالمان د مېرمنو د حقونو په تړاو مثبت لیدلوری نه لري.
د ده په خبره، دیني عالمان د مسجد او منبر له لارې کولی شي چې په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې کورونا ویروس په هېواد کې د اقتصادي ستونزو رامنځته کېدو تر څنګ د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل شوی دی.


