د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري د سه شنبې په ورځ کلید ته دا څرګندونې وکړې.
نوموړې زیاته کړه چې د افغان سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي په دوحه کې شتون لري او د طالبانو د مرکچي پلاوي له غړو سره یې غیر رسمي ناستې ترسره کړې دي.
نوموړې زیاتوي چې په دغو ناستو کې یو ځل بیا د سولې خبرو پر بیا پیلېدو ټینګار شوی دی.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم کلید ته د دواړو لورو تر منځ د غیر رسمي ناستو ترسره کېدو خبر ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر پر دویمه د دواړو لورو په لیدنه کې د مذاکراتو پر ژر پیلېدو ټینګار شوی و.


