له دې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ترسره شوې کتنه کې مرکچي پلاوي د سولې په تړاو وروستي جزیات د مصالحې شورا له رییس سره شریک کړل.
مرکچي پلاوي زیاته کړې چې طالبان سولې ته د رسېدو لېوالتیا نه لري.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا مشر د سولې په تړاو د مرکچي پلاوي له هڅو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د سولې خبرو لپاره کورنۍ اجماع جوړه شوې او له نظام او اوسنیو لاسته راوړنو څخه د خلکو ملاتړ شتون لري.
د عبدالله په وینا، له هېواد څخه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه پاتې کېږي.
دا کتنه پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر بیا پیل شي.


