ads

جمهور رییس غني او د سعودي پاچا د سولې پر پروسه غږېدلي

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر مهال د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټلیفوني خبرې وکړې.

محمدخان بریال
4 غبرګولی 1400
جمهور رییس غني او د سعودي پاچا د سولې پر پروسه غږېدلي

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د افغانستان او سعودي تر منځ پر اړیکو، د سولې پر پروسه او سیمه‌ییزو مسایلو بحث وکړ.
د سعودي عربستان پاچا د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې پر دغو او ورته نورو مسایلو به له جمهور رییس غني سره له نېږدې وګوري.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا او د ترسره شوو هوکړو پلي کېدو ته ژمن دی.
په ورته وخت کې جمهور رییس غني په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان د مرستو هرکلی کړی.
دواړه مشران پر داسې مهال د سولې پر پروسه خبرې کوي چې لاهم د افغانستان د سولې پروسه له نامعلوم برخلیک سره مخ ده او په ورته وخت کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA