اعلامیه زیاتوي، دا پرېکړه یې له دې امله کړې چې د سرتېرو تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد سفارت ته ګواښونه پیدا کېدایشي.
په اعلامیه کې راځي چې په افغانستان کې اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی، نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې د لنډمهال لپاره په کابل کې خپل سفارت وتړي او د حالت په عادي کېدو سره به یې بیرته پرانیزي.
اسټرالیا ویلي چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت تړل دا مانا نه لري چې دغه هېواد به له افغانستان سره پر کړو ژمنو عمل ونه کړي، بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ به یې همکارۍ دوام وکړي.
حکومت بیا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


