د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال یو غل د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د پولیسو تر څار لاندې و چې د نیولو پر مهال یې له پولیسو سره نښته کړې.
دی زیاتوي، په متقابلو ډزو کې یو ملکی وګړی ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګواکي په یاده سیمه کې دې کوم څوک ترور شوي وي.
د کابل امنیتي چارواکي په دې برخه کې د لا ډېرو څېړنو خبر ورکوي.
تر دې مخکې هم د وسله والو غلو او پولیسو تر منځ په نښتو کې د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.


