نوموړی وایي، دا جمنازیوم د ختيځ زون په کچه لوی جمنازيوم دی، چې په جوړېدو سره يې په لغمان ولايت کې د بېلابېلو ورزشونو د لوبغاړو ډېرې ستونزې حل شوې.
په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې د ورزشکارانو ستونزو ته پر وخت رسيده ګي کوي.
هغه وويل، په یاد جمنازيوم کې به په نېږدې راتلوونکي کې د زون په کچه بېلابېلې لوبې ترسره شي.
یارمل وایي، ژر به د بدني روزنې آمريت غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه او عاملينو سره به يې قانوني چلند ترسره شي.


